چهارشنبه, ۲۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
چین په اشغال شوي ختیځ (ترکستان) کې د ایغور مسلمانې ښځې په زور شنډوي
بسم الله الرحمن الرحيم
چین په اشغال شوي ختیځ (ترکستان) کې د ایغور مسلمانې ښځې په زور شنډوي

خبر

د سینکیانګ ایالت رسمي اسناد ښیي، چې د چین دولت غواړي په ایغور کې په زرګونه ښځې شنډې کړي. خو په (امریکایي بهرنۍ پالیسي) مجله کې یوازې د چین له خوا د ایغوریانو پر وړاندې له نژادي تبعیض څخه یادونه شوې وه. په یاد مطلب کې راغلي چې په ۲۰۱۹م کې د کوتان په سینکیانګ ایالت او همسایه هېواد جومه کې د دغه کار لپاره  کورنیو ته بودیجه پلان شوې وه، په دغو دواړو محلونو کې د ایغور مسلمان وګړي اوسيږي. د هغو معلوماتو پر اساس چې ژورنالېست له یادو اسنادو څخه راایستلي دي، چې د دغه هېواد چارواکو په یاد مرکز کې د زرګونو  او په ولایت کې څه د پاسه ۸ زرو ښځو د شنډولو لپاره پیسې راټولې کړي دي او  همدارنګه ۵،۹ زرو لپاره یې د رحم بندوالی تر سره کړی دی.

دغه راز په راپور کې راغلي چې په منځنۍ کچه په تېر یوه کال کې د شڼډولو کچه د تېرو شلو کلونو په پرتله لوړه وه.  FP لیکلي و چې دغه پالیسي په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې عملي شوه چې هلته ایغوري خلک اوسېږي. په ۲۰۱۸م کې د چین په سینکیانګ ایالت کې د اُمېندوارۍ د مخنیوي الو کارولو لپاره خلک اړ شوي وو. د دغو سیمو نفوس د ټول چین ۱،۸سلنه جوړوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په دې هکله وویل: «موږ د چین له کمونیستي ګوند څخه جدي غوښتنه کوو چې دغه وحشتناک تمرینونه ژر تر ژره ودروي او له ټولو هېوادونو غوښتنه کوو، چې له امریکا سره یو ځای شي، تر څو د دغه بشري ناورین مخنیوی وکړو.»

تبصره

د جون په ۱۷ مه ټرمپ داسې یو قانون امضا کړ چې له مخې به یې هغه چینایان چې د ایغور د خلکو د حقونو پروړاندې مجرم دي قانون ته سپارل کېږي. امریکا پر هغو اشخاصو او سازمانونو محدودیتونه ولګول چې هغوی د ایغوریانو پروړاندې په ظلم کولو تورن دي. خو دا محدودیتونه کولای شي چې امریکا ته د پانګو راتلل هم له خنډ سره مخ کړي. په ۲۰۱۹م کې واشنګټن په ۲۸ چینایي ادارو مالي محدودیتونه ولګول، چې په یادو ادارو کې داسې ادارې هم وې چې د ایغوریانو پروړاندې په ظلم کولو کې یې لاس درلود. په هغه وخت کې محدودیتونه پر صادراتو او د هغوی پر وارد کړل شویو کالیو باندې وو، ترڅو یې بېرته ور رد کړي.

سربېره پردې د جولای په لومړۍ د امریکا ګمرک او د پولې کنټرول خدمتونو ادارې د ۱۳ټنو په کچه تجارتي کالي او نور مصنوعي مواد ودرول. یاد ساتئ چې دغه مواد د سینکیانګ ایالت د کاري ځواک په لاس تولید شوي وو. اکسیوس ښیي چې یادې پېښې په امریکا کې د دوی د سرچینو اړیکې یو له بل سره په ډاګه کوي. د دغو معلوماتو له مخې د دغو کشتیو قېمت ۸سوره زره ډالر اټکل شوی و. پخوا د امریکا د بندرونو سرحدي او کنټرول خدمتونو او همدارنګه ګمرکاتو ادرې، خبر داری ورکړی و، چې دوی به هر هغه شی بند کړي چې امریکا ته د سینکیانګ له خوا راواردېږي.

په دې وروستیو کې نیویارک ټایمز راپور ورکړی و، چې له ایغور څخه په زور ایستل شوي ایغوریان له نړیوالې جنایي محکمې څخه غواړي چې د چین پر وړاندې خپلې څېړنې پیل کړي، ځکه چین د بشر نسل وژنه پیل کړې او د لویو جرمونو مسوول دی.

 دلته د ډېرو کړنو تر شا مستقیم د امریکا لاس دی او پر چین د دې لپاره فشار راوړي، چې پر ایغوریانو جنایت تر سره کړي. د ایغوریانو په ګډون ځینې مسلمانان د امریکا خبرو او کړنو ته ډېر اهمیت ورکوي او امریکا ته د یوازیني ملاتړ کوونکي هېواد په سترګه ګوري.

څېړونکي وایي چې ټرمپ د ایغور پر مسلمانانو باندې له ظلم څخه یوازې د چین پر وړاندې په تجارتي جګړه کې ګټه اخلي او د معلوماتو پر اساس امریکا ټولې کړنې یوازې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره ترسره کوي. امریکا په هېڅ وجه یاد بندیزونه د دې لپاره نه لګوي چې دوی د زړه له کومي د مسلمانانو پر وړاندې له ظلم څخه ملاتړ کوي. د دغو ټولو خبرو ثبوت په دې وروستیو کې د امریکایي چینل سي اېن اېن په راپور او د ټرامپ سلاکار جان بولټن په کتاب (هغه اطاق چېرته چې دا ټول واقع شول) کې په ډاګه شول.

بولټن یادې قضیې ته داسې اشاره وکړه: د ۲۰۱۹م د جون په میاش په اوساکا کې د جي۲۰ د ناستې په شپه ،چې یوازې د هېوادونو مشران او ژباړونکي پکې وو، ټرمپ د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمېتې مشر شي جین پینګ، چې د دغو ظلمونو لپاره یې زندانونه جوړ کړي و تشویق کړ. ټرمپ نوموړي ته وویل، چې ته همدغو کارونو ته دوام ورکړه، ځکه ستاسو همدا تګلاره سمه ده. د بولټن په خبره؛ Matthew Pottinger (متیو پوټینجر) د اسیا د ملي امنیت شورای پلاوی دی. هغه راته وویل چې ټرمپ داسې خبرې وکړې لکه څنګه یې چې په ۲۰۱۷م کې چین ته په سفر کې ویلي و.  همدارنګه بولټن لیکلي، چې ټرمپ د دواړو هېوادونو تر منځ د تجارتي اړیکو د بیا پیلولو لپاره د ګام اخیستلو لپاره له ځواب ورکولو څخه ډډه وکړه.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: محمد منصور

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې